د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه په شفاهي امر د بلخ ولايت د اجباري راستنېدونکو په موقتي کمپ کې ۱۰ بستريز روغتون جوړ شو

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پربنسټ د افغانستان اسلامي امارت د مشر تابه په امر د او ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په ځانګړې لارښوونه په دغه ولايت کې له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو په موقتي کمپ کې ۱۰ بستريز روغتون جوړ شو.
د يادې قول اردو د بيړنيو حالاتو د ټيم په خبره، د دوی پرسونل هلته مېشت دی او شپه او ورځ د لومړنيو روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو او د امنيت ترڅنګ يې دوی ته ګرځنده تشنابونه، د لېږد را لېږد ترانسپورت نقليه وسايل او خوراکي توکي هم برابر کړي او ډېر ژر به اجباري راستنېدونکي له د دغه خدماتو څخه برخمن شي.
په ياد روغتون کې د نارينه ډاکټرانو ترڅنګ ښځينه ډاکټرانې هم اجباري راستنېدونکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.