له پاکستانه څه دپاسه څلور زره کډوال راستانه شول
د لړم په ۲۷مه د تورخم او سپین بولدک له مرزونو څخه ۴ زره ۶۰۲ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، له يادې پولې څخه د پاکستان له لوري د ٢٩٥٩ او ٣ بنديانو په ګډون ٥٦٥ کورنۍ په زوره بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
سرچينه زياتوي، يادې کورنۍ د سپين بولدک په سرحدي آمریت کې تر ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ او د مهاجرت نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
همدارنګه د 3 راستانه شوي یتیم ماشومان MPO موسسې ته معرفي شول.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت د تورخم د سرحدي چارو آمریت د معلوماتو پر بنسټ، د ١٦٤٠ کسانو په ګډون ٢٨٢ کورنۍ په زوره هېواد ته راستنې شوې دي.
د تورخم سرحدي آمر په وینا، راستانه شوي کډوال په اجباري کمیټو کې له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول.