په يو شمېر ولايتونو کې سلګونه کورنيو سره مرستې وشوې
په بلخ، جوزجان، غزني او پکتيکا ولايتونو کې ۶۱۴ کورنيو سره د لړم په ۸ مه نغدي مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې په بلخ ولايت کې د رفاه اسلامي مؤسسې په مالي مرسته ۶۱ کورنيو هرې کورنۍ ته د کوچني کاروبار په موخه ۴۵ زره افغانۍ، په جوزجان ولايت کې د مهاجرت نړيوال سازمان په مالي مرسته ۴۷۷ کورنيو هرې کورنۍ ته د کور جوړولو او ترميم په موخه په درې کټګوريو کې ۴۳ زره او ۹۰۰، ۴۱ زره او ۲۴ زره او ۶۰۰ افغانۍ وېشل شوي دي.
د يوبل خبر له مخې په پکتيکا ولايت کې ۳۳ کورنيو ته او په غزني ولايت کې ۴۳ کورنيو هرې کورنۍ ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو چارو رياستونو ترڅارنې لاندې ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ وېشل شوي دي.