بلخ کې له ۱۰۰ زياتو کورنيو ته د وړيو د اوبدلو وسايل ورکړل شول

sadam_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۱۰۴ کورنيو ته د وږي په ۲۸مه د وړيو د اوبدلو وسايلو د ورکړې خبر ورکړ.

يادې کورنۍ د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري د فردوسي، قالين بافانو، عمر فاروق او معاذ ابن جبل د مهاجرينو ښارګوټو کې سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې، چې هرې کورنۍ ته د پکو مؤسسې له لوري د مهاجرینو چارو ریاست د استازي په شتون کې د وړيو د اوبدلو ماشين، ۵۰ کيلو پنبه، د غالۍ جوړونې ږمنځ او د لمريزې برېښنا تختې ووېشل شوې.