په يو شمېر ولايتونو کې له۴زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوې

sadam_morr
-

په ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لارې د وږي د ۱۸مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د هېواد په  ۱۳ ولايتونو کې  څلور زره او ۳۸۲  کورنيو سره  مرستې شوې.

يادې کورنۍ، چې د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله په هرات، بادغيس، بلخ، ننګرهار، باميان، قندهار، بدخشان، غور، کاپيسا، پروان، بغلان، لغمان او خوست ولايتونو کې بېځايه شوې وې د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارو په همکارۍ د يو شمېر نړۍوالو همکارو مرستندويه بنسټونو له لوري هرې کورنۍ سره نغدي، خوراکي، روغتيايي او د سولرونو مرستې شوې.