هرات کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو ستونزو ته د لاسرسي په موخه ناسته ترسره شوه

anwari_morr
-

د هرات ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په مشرۍ په دغه ولايت کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو ستونزو ته د لاسرسي په موخه د وږي په ۱۸مه ناسته ترسره  شوه.

په ياده ناسته کې، چې د مهاجرينو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ رئيس شيخ عبدالرحمن رحماني، د ولايت مقام او مرستندويه بنسټونو د استازو په ګډون  تر سره شوې وه، په دغه ولايت کې د مهاجرينو پر وضعيت خبرې وشوې او ګډنوالو خپل نظرونه وړاندې کړل.

د يادې ناستې ګډنوالو ژمنه وکړه، چې په هرات ولايت کې به د راستنېدونکو او بېځايه شوو د وضعيت د ښه والي په برخه کې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست سره همکاري کوي.