د فارياب ولايت د مهاجرينوچارو رئيس د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمالي زون له رئيسې سره ليدنه وکړه

anwari_morr
=

د فارياب ولايت د مهاجرينو چارو رئيس الحاج مولوي سيف الدين جهادي  د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې  د شمالي زون  له رئيسې ميرمن لاچين حسن وه سره د زمري په ۲۳مه په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې ميرمن لاچين  حسن وه په دغه ولايت کې د معيوبينو، معلولينو، نا علاجه مريضانو ته د سرپناه، روغتيايي مرکز د جوړېدو، د کارموندنې، د نغدي مرستو او درملنې په برخه کې د پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه.
د مهاجرينو چارو رئيس د يادې ادارې له پرلپسې مرستو او همکاريو څخه د مننې ترڅنګ له هغې څخه وغوښتل، چې د نورو اړتيا ترڅنګ د دغه ولايت د مهاجرينو په دوو ښارګوټو کې د شلترو، کار موندنې، د داخلي بېځايه شو  خپلو اصلي سيمو ته د لېږد، راستنېدونکو سره د مرستو، د څښاک د اوبو د ستونزودحل، د سرک جوړولو، روغتيايي مرکز او ښوونځی جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
ميرمن لاچين حسن وه وويل، شته ستونزې او اړتياوې به له مرکزي دفترسره شريکوي او د حل په موخه به يې د امکان تر حده هڅې کوي.