د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال په بلخ کې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو له استازو سره ناسته وکړه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۴:۱۷
-

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یوشمېر مرستندویه بنسټونو له استازو سره ناسته وکړه.
په ناسته کې ښاغلي راشد وویل، زموږ د سفر موخه په شمالي ولايتونو کې د مهاجرينو چارو ادارو څخه څارنه، د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو له استازوه او د مهاجرينو له ښارګوټو څخه ليدنه او په دغه ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت سره د لاسليک شوو هوکړه ليکونو مباطق د همکارو مرستندويه بنسټونو د فعاليتونو څخه څارنه ده. په همدې اساس په بلخ ولایت کې ټولې مرستندویه موسسې باید د شته امکاناتو څخه کار واخلي او هغه کورنیو سره چې مالي اوځاني  زیانونه یې لیدلي بشري مرستې ترسره کړي.
هغه د سروې پر روڼتیا ټینګار وکړو او د مرستندویه بنسټونو له استازو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په یاد ولايت کې دې د اړمنو کورنیو سره هراړخيزې بشري مرستې تر سره شي.
د یادو موسسو استازو وویل، چې د ټولو مستحقو او اړمنو کورنیو په سروې او د مرستو د وېش په روڼتياکې به له پوره دقت څخه کار اخلي او مرستې به د مهاجرينو چارو وزارت سره د لاسليک شوو هوکړه ليکنو مطابق په هغو کورنيو وېشي چې په رښتني توګه د مرستو حقدارې وي.
هغه همدارنګه د بلخ ولایت د کار او ټولينزو چارو رييس الحاج مفتي نصير احمدابو خالد سره ليدنه وکړه او د نوموړي څخه يې په دغه ولايت کې راستنېدونکو، بېځايه شوو او اړمنو کورنیو ته د کاري زمينې د برابرولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي نصير احمد ابو خالد د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي، ته چې د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ يې دغه ولايت ته سفر کړی و ښه راغلاست ووايه او یادو کورنيو ته يې د کاري زمينې د برابرولو او د وزارت سره د هر اړخيزې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته