تخار کې له سلو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې  لورې د تخار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۴۸) کورنيو سره  د چنګاښ په (۱۸) مه  نغدي مرستې وشوې.
په يادو کورنيو کې راستنېدونکي، داخلي بېځايه شوي او هغه کسان شامل ول، چې کورنه يې د تېرو جګړو او نا امنيو له امله د دغه ولايت په خواجه غار، دشت قلعه، فرخار او خواجه بهاوالدين ولسواليو کې ويجاړ شوي و او د تخار ولايت دمهاجرينو چارو رياست له لورې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې له ډلې يې ( ۲۶) کوررنيو  ته چې کورونه يې ويجاړ شوي و (۴۸) زره او (۵۵۰) افغانۍ او ( ۱۲۲) کورنيو هرې کورنۍ ته (۴۷) زره او (۷۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.