(33) افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شول
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر راپور له مخې (۳۳) افغانان د چنګاښ په (۲۴) مه د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته را ستانه شول.
د سرچينې په خبره ياد خلک د قانوني اسنادو د نه لرولو له امله له يوې مياشتې څخه تر يوکال پورې د دغه هېواد په مرکزي او يوشمېر نورو زندانونو کې بنديان ول.
يادکسان د افغانستان سفارت او په دغه هېواد کې د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې په هڅو له زندانونو څخه خوشې او هېواد ته را انتقال شول، چې د نومليکنې څخه وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.