د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د سولې مشورتي لويې جرګې له غړو سره وليدل

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۴ - ۱۵:۱۹
  د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزير د سولې مشورتي لويې جرګې له غړو سره وليدل

د  کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د سولې مشورتي لويې جرګې په درييمه کاري ورځ په ياده جرګه کې د کډوالو له استازو سره وليدل.

 په دغه ليدنه کې د کډوالو استازي د نظرونو او طرحو د وړاندې کولو له ازادۍ خوښ و او د وړانديز شوو نظرونو اړوند پايلو ته سترګې په لار و.

د لومړي ځل لپاره د سولې مشورتي لويه جرګه کې په ايران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د کډوالو چارو وزارت په هڅو ګډون وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۷
Background image

په کډوالو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو چارو وزارت کې له قدم خیریه تعلیمي موسسې سره د ۸ زرو او ۳۸۰ امریکایي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به، د هوکړې له مخې،  دغه پیسې په کابل کې ۹۰ راستونو شویو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کور او ښار جوړولو وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني په ملتیا د لوګر او خوست له څو تنو علمای کرامو سره وکتل.

له خوست او لوګر څخه راغلو علمای کرامو له ښوونیزو بنسټونو او علمای کرامو سره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت د هڅو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اقتصاد له وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف سره وکتل

په دې ناسته کې، چې په قطر کې د افغانستان سفیر ښاغلي سهیل شاهین هم حضور درلود، افغان راستنو شویو ته د مرستو رسولو او د مرستو جلب په اړه خبرې وشوې.
د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف. . .

بېرته خبرونه ته