د مهاجرینو وزارت مسلکي مرستیال د مهاجرت نړیوال سازمان  له سرپرست سره لیدنه وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۲۰:۳۹
-

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد  په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) له سرپرست ښاغلي عدنان سره په خپل کاري دفتر کې  ولیدل.
په دغه لیدنه کې د مهاجرت نړیوال سازمان سرپرست په اسلام قلعه، سپین بولدک او تورخم کې د خپلو څانګو د فعالولو او راستنېدونکو ته د خدماتو د وړاندې کولو په اړه معلومات ور کړل او په دې برخه کې یې  د مهاجرینو چارو وزارت همکاري او همغږي مهمه وبلله.
مسلکي مرستیال د یاد سازمان د همکاریو  د مننې ترڅنګ د مرستو غوښتنه وکړه ويې ويل، چې د راستنېدونکو سره دې د کار موندنې په برخه کې مرسته وشي، څو په پرله پسې ډول بېرته ستنېدو او بېځايه کېدو ته اړ نه شي.
مولوي رشيد د دغه وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ همغږي مهم امر وباله ویې ویل، غوره ده چې د راستنېدونکو او بېځايه شوو خلکو بنسټیزې ستونزې په پام کې ونيول شي اورته رسیدګي وشي.
دواړو  لوریو د همغږیو او همکاریو پردوام ټینګار او هوکړه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته