هرات کې (۹۵۰) کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (ACTION AID) موسسې له لورې د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۹۵۰) کورنيو سره د غوايي په (۲۷) مه نغدي مرستې وشوې.

دغه کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۵۲۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.