د پاکستان څخه  سلګونه  افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د غوايي په (۱۵) مه  او (۱۶) مه ( ۷۰۳) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې (۹۴) کورنۍ، چې ( ۶۵۲) تنه کېږي په خپله خوښه او (۵۱) تنه نور په جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي،چې د پېژندنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او د (UNHCR) دفتر  ته ور وپېژندل شول.
همدارنګه د (NRC) موسسې له لورې هر راستنېدونکي ته د خوراکي توکو يوه يوه کڅوړه وېشل شوې ده.