د پاکستان څخه (۴۰۰)  افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

sadam_morr
-

د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه د غوايي په (۱۳) مه ( ۴۰۰) تنه افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې (۷۱) کورنۍ، چې ( ۳۸۰) تنه کېږي په خپله خوښه او (۲۰) تنه نور په جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي،چې د پېژندنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.