هلمند کې له (۳۰۰) زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د مرستندويه بنسټونو له لورې د هلمند ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د دغه ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې ( ۳۶۵) کورنيو سره د کب په ( ۲۲) مه د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې د (WFP) موسسې له لورې هرې کورنۍ ته خوراکي توکي، د (DACAR) موسسې له لورې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، او د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې هرې کورنۍ ته د پخلنځي وسايل ووېشل شول.