ارزګان کې ( ۶۰۰) کورنيوسره د خوراکي توکو مرستې وشوې

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (HHRD) له لورې د ارزګان ولايت د مهاجرينو چاروآمريت په همکارۍ (۶۰۰) کورنيوسره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د لړم په ( ۲۹) مه د ارزګان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همغږۍ (۵۰) کيلو اوړه، ( ۱۰) لېتره غوړي، (۵) کيلو وريجې او پېنځه کيلو بوره ووېشل شوه.