د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د لړم په ( ۱۹) (۱۰۶۶) افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د ا سلام قعله د آمر د معلوماتو پربنسټ ( ۵۳) کورنۍ، چې (۲۰۵) تنه کېږي د (۸۶۱) تنو نورو مجردينو سره هېواد ته راستانه شوي.
د سرچينې په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۳۰)، چې (۲۰۵ تنه کېږي د (۱۱۹) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.