په (۱۸) ولايتونوکې له زرو زياتو کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr

د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په (۱۸)  ولايتونو کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د رياستونو له لورې د لړم د (۱۴) مې څخه تر (۱۷) مې پورې ( ۴۶۵۵) کورنيوسره مرستې وشوې.

په يادو مرستو کې خوراکي توکي، نغدي او ژمنۍ کڅوړې شاملې وې، چې په هرات، ننګرهار، کندز، هلمند، لغمان، نيمروز، خوست، ميدان وردګ، ارزګان، غور، کاپيسا، لوګر، بدخشان، پروان،غزني، بغلان، پنجشېر او زابل کې اړمنو بېځايه شوو کورنیو ته ووېشل شوې.

همدارنګه په بغلان ولايت کې د نړيوالو همکارو مرستندويه بنسټونو له لورې د مهاجرينو چارو وزارت له لورې ترميم شو.