کاپيسا او ميدان وردګو کې لسګونو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (UNHCR) دفتر له لورې په ميدان وردګوکې (۴۷) کورنيو سره او په کاپيسا کې (۲۷) کورنیو سره د لړم په ( ۱۵) مه نغدي مرستې وشوې.

د معلوماتو له مخې په يادو ولايتونوکې د مهاجرينو چارو رياستونو په همغږۍ د کور جوړولو په موخه هرې کورنۍ ته (۷۰۰) امريکايي ډالره نغدې وېشل شوي.

د يو بل خبر له مخې د (۱۳۶۲)  مستحقوکورنيو سروې، چې د (WSTA) او ( PIN) موسسې له لورې  د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د افغانيه سيمه کې پلي کېږي د لړم په (۱۵) مه يې پرانيسته وشوه.