لغمان کې د بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د برېښنا يې پېژند پاڼو د ترلاسه کولو په موخه د هڅونې کمپاين ترسره شو

د لغمان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د (UNHCR) دفتر په همکارۍ د لړم په (۱۴) مه راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د ترلاسه کولو په موخه د هڅونې کمپاين ترسره شو.
ياد کمپاين د علينګار ولسوالۍ اړوند سيمه کې ترسره شوه، چې موخه يې د مدني اسنادو په ځانګړي ډول د برېښنايي پېژند پاڼو د ترلاسه کولو لپاره د راستنېدونکو او بېځايه شوو هڅول وو.
د کمپاين په جريان کې د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست او احصاييه او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ګډ تبلغاتي ټيم خلکو ته د مدني اسنادو او د کاغذي پېژند پاڼو په پرتله د برېښنايي پېژند پاڼو د ترلاسه کولو، ګټو او د نوې پېژند پاڼې د ترلاسه کولو په اړه معلومات ورکړل.