ارزګان او کاپيسا کې سلګونوکورنيو سره د غير خوراکي توکو مرستې وشوې
د ( UNHCR ) دفتر په مالي لګښت د کاپيسا او ارزګان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريتونو په همغږۍ د تلې په ۱۴) مه (۶۵۰) کورنيو سره د غير خورکي توکو مرستې وشوې.
د معلوماتو پربنسټ په ارزګان کې ( ۶۰۰) کورنيو هرې کورنۍ ته درې کمپلې، روغتيايي کڅوړې، د پخلنځي وسايل او په کاپيسا کې ( ۵۲) کورنيو هرې کورنۍ ته د کور جوړولو په موخه (۴۰۰) امريکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.