د لغمان ولايت د مهاجرينو ښارګوټو تخنيکي ارزونه وشوه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د تلې په (۱۱) مه د لغمان ولايت د مهاجرينو ښارګوټو تخنيکي ارزونه وکړه.
د مهاجرينوچارو وزارت پلاوي د معلوماتو پر بنسټ په لغمان ولايت کې مهاجرينو او راستنېدونکو لپاره دوه ښارګوټي ځانګړي شوي، چې يو يې په قرغه يي ولسوالۍ کې د غزيز خان ښارګوټی دی،چې په دوه زره جريبه ځمکه کې جوړ شوی او د تيپک پلان پکې تطبيق شوی، له ساحې سره سمون نه لري او د ښارګوټي (۵۰۰) جريبه ځمکه د يوتن په واک کې ده، چې د مالکيت ادعا کوي او نقشه پرې نه ده پلي شوې.
سرچينې زياتوي، چې دوهم ښارګوټی د بابا صاحب په نوم ياديږي په (۳) زره جريبه ځمکه کې جوړ شوی، چې (۵۰۰) جريبه ځکه يې د ولايتي ادارې له لورې وېشل شوې او د پاتې نورې ځمکې تفصيلي پلان اصلاح ته اړتيا لري، مګر د ابو د کمښت او خبرابرو سرکونو له امله پکې راستانه شوي او بېځايه شوي نه اوسيږي.