د ايران څخه له دوه زره زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د تلې په ( ۳) مه (۲۰۹۱) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د اسلام قلعه له لارې (۱۰۲۸) تنه هېواد ته راستانه شوي، چې ( ۴۱۵) تنه په جبري او (۶۱۳) تنه په خپله خوښه ته راستانه شوي.
همدارنګه په ورته وخت کې د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې ( ۱۰۶۳) افغان مهاجرهېواد ته راستانه شوي.
د سرچينې په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (۲۸۵) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.