بادغيس کې لسګونو کورنيوسره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان ( WFP) له لورې د بادغيس ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکوچارو آمريت په همکارۍ (۱۳۱) اړمنو بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د وږي په ( ۱۵) هرې کورنۍ ته (۱۰۰) کيلو اوړه، (۱۲) کيلو دال، (۱۰) کيلو غوړي، (۱۰) دانې بيسکويټ او يوه کيلو مالګه ووېشل شوه.