د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجرهېواد ته راستانه شول

sadam_morr
سید پشتون

د نيمروز ولايت  د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو  د آمر  په وينا د وږي په (۱۵) مه  د نميروز ولايت د ورېښمو پل له لارې (۱۰۵۲) افغان مهاجرين په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.

د يادو کورنيو له ډلې، (۴۲) کورنۍ چې (۱۶۶) تنه کېږي د (۵۹۰) تنو نورو مجردينو سره په جبري او (۳) کورنۍ چې (۱۳) تنه کېږي د (۲۷۵) مجردينو سره په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د سرچينې په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې( ۲۲) کورنۍ، چې (۴۶) تنه نارينه او ( ۵۵) ښځينه  پکې شاملې دي د (۲۴) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان(IOM)  ته ور وپېژندل شول.