ننګرهار کې لسګونو اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوه

sadam_morr
_____
د خوراک نړیوال سازمان(WFP) له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٧٦) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د ننګرهار د مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد اویو شمېر ولسوالیو کې سروې او د مرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې د سلواغې په (٢٦) مه هرې کورنۍ ته سل کیلو اوړه، لس لېتره غوړي، دولس نیم کیلو دال، یوه کیلو مالګه او د ماشومانو لپاره دخوراځواکۍ مواد ووېشل شول.
ددغه مرستو دوېش پرمهال د ننګرهار د مهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، موږ د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اود مرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو