د کابل سروبي ولسوالۍ کې (600) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
_____
په کابل کې (600) اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې لخوا د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغو مرستو د ويش پر مهال د يادې موسسې رئيس حاجي محمد عالم شهاب وويل: نړيوال دې په افغانستان کې د ولږې په اړه ناسم تبليغات نه کوي, اوس پوره امن دی, فساد له منځه تللی. را دې شي او د افغانانو سره دې مرستې وکړي.
هغه له وطنوالو سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه او زياته يې کړه ,چې زموږ د سروي ټيمونه شپه ورځي ګرځي, ترڅو اړمن وطنوال په نښه او په وخت مرستې ور ورسېږي.
نوموړی زياتوي, په راتلونکي کې پلان لرو چې اړمنو هېوادوالو سره د ژمنيو توکو مرسته هم وکړو.
د هغه په وينا, په ننيو مرستو کې 18 کيلو وړه,5 ليتره غوړي, 7 کيلو وريجې,5 کيلو بوره, 5 کيلو لوبيا او نيمه کيلو چای شامل دي.
دغه راز د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې موسسې له مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه او ويې ويل: دې موسسې د اسلامي امارت د واکمنېدو له پيل راهيسې له زرګونو بې وزله هېوادوالو سره مرستې کړي او په راتلونکي يې هم د نورو مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
د نوموړي په وينا, نړيوال دې افغانانو د ولږې په اړه پوچ تبليغات نه کوي.
د افغانانو کنګل شوې شتمنې دې ازاده کړي, ترڅو وکولای شي په هېواد کې اقتصادي ثبات قايم کړي.
ښاغلي رحميزي له ټولو نړيوالو او کورنيو مرستندويه ادارو څخه وغوښتل چې د افغانانو سره دې خپلو مرستو دوام ورکړي, ترڅو په هېواد کې د بېوزله وګړو په شمېر کې کموالی رامنځته شي.