هلمند کې(١٨٠٢)کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_
دکډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) له لورې د هلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٨٠٢) کورنیو سره نغدي او د ژمنیو توکو مرسته وشوه.
 
يادې کورنۍ چې د وچکالۍ اوطبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې د مرغومي په (٢٦) مه د مهاجرینو ریاست د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته (٢١٥٠٠) افغانۍ نغدې،(١٥٠٠) د ترانسپورت لپاره، درې درې کمپلې او یوه یوه ژمنۍ کڅوړه ووېشل شوه.