غزني کې اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
 
د(DRC) موسسې له لورې د غزني ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٩٠) کورنیو سره چې کورونه یې دجګړو له امله ویجاړ شوي و نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ چې د سروې د ګډو ټيمونو له لورې په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (٢١) مه (٢٥) کورنیو ته په مرکز او(٦٥) کورنیو ته په قره باغ ولسوالۍ د اړتیاپه نظر کې نیولو سره د(١٩٠٠٠) څخه تر(٣٢٠٠٠) افغانیو نغدي مرسته ووېشل شوه.