میدان وردګو کې داخلي بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د (DRC) موسسې له لوري د میدان وردګو ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (۱۴۸) داخلي بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې دمهاجرینو امریت له لورې دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږې سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې دمرغومي په (١٩) مه هرې کورنۍ ته (۳۲۲۰۰) افغانۍ ووېشل شوې.
د میدان وردګو ولایت د مهاجرینو د امر مولوي فضل عمر اخندزاده په وینا،په دې هڅوکې یو،چې خپلو اړمنو خلکو ته د ولایت مقام سره په همغږۍ له مرکزي حکومت او مرستندویه مؤسساتو څخه لا ډیرې مرستې راجذب کړو.