هلمند کې اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
د(AAH) موسسې له لورې دهلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٠٢) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دهلمند مهاجرینو ریاست له لورې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍپه نوزاد ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د مرغومي په (١٦)مه د یاد ریاست دمسؤلینو اوذکر شوې موسسې داستازو په شتون کې هرې کورنۍ ته (١٤٠٠٠) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.