فاریاب کې (٤١) کورنیو سره مرستې وشوې

sadam_morr
/
 
دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې یونیسیار له لورې دفاریاب ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٤١) داخلي بېځايه شوو کورنیو سره دغیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې په مرکز میمنه اویوشمېر سیموکې دمرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې اودمرستولپاره مستحقې پېژندلشوې وې دمرغومي په (٧) هرې کورنۍ ته دوه دغاښونو کریمونه،دوه دغاښونوبرسونه، یوه کمپله،یوقطۍ دمخ کریم،یوبیک،شپږدلاس مینځلوصابونونه،یوه صابون دانۍ او دښځولپاره یوه یوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.