فاریاب کې اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
Morr

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې دفاریاب ولایت دمهاجرنو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢٤٢) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره دژمنیو توکو او کورجوړلو په موخه نغدي مرستې وشوې. یادې کورنۍ چې دفاریاب ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ دیوشمېر مرستندویه ادارو له لورې سروې اوپه نښه شوې وې دلیندۍ په (٢٢) مه (٤٢) کورنیو هرې کورنۍته دژمنیو توکو داخیستوپه موخه (١٦٥) امریکايي ډالره او (٢٠٠) کورنیو هرې کورنۍ ته دسرپناه دجوړولوپه موخه (٥٠٠) امریکايي ډالره نغدې ووېشل شوې.