د کډوالۍ په برخه کې به د افغانستان او اروپايي تولنې ګډه ناسته وشي

anwari_morr
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۹ - ۱۳:۸
_____________

د افغانستان حکومت کاري ډله د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال په مشرۍ  دکډوالۍ په برخه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې اتمې  ګډه ناستې د چمتوالي لپاره په وزارت کې راټول شوي و.

دغه ناسته نن يکشنبه د لړم په ۱۸مه ترسره شوه،چې پکې  ګډونوالودهغه مهمو مسلو په اړه خبرې وکړې ، کومې چې به په دې ناسته کې د افغانستان حکومت له خوا وړاندې کېږي.

په افغانستان کې اوسنی سياسي او امنيتي وضعيت، د راستنېدونکو مديريت، راستنېدونکو ته د ټولنيز اسانتياو رامنځ ته کول او د دوی دوامداره ځای پرځای کول هغه مهم موضوعات دي،چې د کډوالۍ په برخه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې په ګډې ناستې کې چې  د چهارشنبې په ورځې په آنلاین ډول ترسره کېږي په ګوته شي.

په دغه ناستې کې د ملي امنيت شورا دفتر استازو، بهرنيو چارو وزارت، کار او ټولنيزو چارو وزارت، کورنيو چارو وزارت( سرحدي پوليسو) ماليې وزارت او د ملکی هواي چلند ادارې استازو چې په دغه تخينکي کاري ډله کې شامل دي  ګډون کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اقتصاد له وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف سره وکتل

په دې ناسته کې، چې په قطر کې د افغانستان سفیر ښاغلي سهیل شاهین هم حضور درلود، افغان راستنو شویو ته د مرستو رسولو او د مرستو جلب په اړه خبرې وشوې.
د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

بېرته خبرونه ته