قندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د WFP او SCI موسسو له لورې د قندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله دتيمور بند، خوږياڼو او چشمه سيمو او د قندهار ولايت دميوند ولسوالۍ څخه ديادې ولسوالۍ نواباد کلي ته بېځايه شوې وې د يادو ادارو له لورې دوږي په ۳۱مه هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۲۰ لېتره غوړي، ۲۱ قوطۍ بيسکوېټ ، ۹ کيلو معذي مواد دشيدو ورکوونکو ميندو لپاره، ۲۵ کيلو دالنخود، ۶۸ پاکټه د ماشومانو دخوارځواکۍ مواد او دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.