قندهار کې زرګونو بېځايه شوو کورنيوته د مرستو دوېش لړۍ پيل شوه
د DRC موسسې له لورې د قندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۶۴۲ بېځايه شوو کورنيوته د مرستو دوېش لړۍ پيل شوه.
يادې کورنۍچې مخکې د نا امنيو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکزته رابېځايه شوې وې د وږي په ۱۷مه پيل شوې چې هرې کورنۍ ته ۶۹۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
د ويلو ده چې يادو کورنيوسره مخکې هم دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي دي.
