د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې يو ښوونځی د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال او ددې ولايت د والي له لورې پرانېستل شو

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۵:۱۴
یک باب مکتب در ولسوالی قرغه یی لغمان توسط معین مالی واداری وزارت امور مهاجرین وعودت کنندگان ووالی انولایت افتتاح شد

د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړوند کې د څه بادنې څوارلس ميليونو افغانيو په ارزښت د کاکڅ د هلکانو ښوونځی لپاره جوړه شوې ودانۍ د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستياله او  ددې ولايت دوالي له لورې پرانيستل شوه.

ياد ښوونځی د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR ) له لورې  د څه باندې څوارلس  ميليونه افغانيو په لګښت په لس جريبه ځمکه کې جوړ شوی،چې لس درسي خوني لري او۴۰۰ شاګردان پکې  ځايږي.

په دغه مراسمو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR ) څخه دمننې سربېره له دوی غوښتنه وکړه،چې په ورته نورو برخوکې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

بل لورته د افغانستان لپار ه دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR ) مرستيال بولټن په خپلو خبروکې خوښي اوښوده،چې دمسؤلينو دغوښتنې او د زده کوونکو اړتياووته په کتو يې دکاکڅ دهلکانو دښوونځي ودانۍ جوړه کړه.

هغه ژمنه وکړه چې د څښاک د پاکو اوبو، د ښوونخيو سره د هر اړخيزې مرستې او د کډوالو برخه کې به خپلو مرستو ته لا نوره هم ادامه ورکړي.

د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ خوښي اوښوده چې په هېواد کې ورځ تربلې د پرمختګ او مثبت بدلون څپه په ګړنديتوب سره روانه ده. هغه وايي، افغانستان کې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ سره فکري بدلون او هر اړخيزه پرمختګ شوی  په دغې برخه کې د ې د يو اين له ټولو ادارو څخه مننه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۶
Background image

له یوې همکارې موسسې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن له دوامداره پراختیا او هوساینې موسسې سره د ۳ میلیونه ۱۸۸ زره او ۶۲۰ افغانیو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د مهاجرینو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي د ترکیې په وان ولایت کې د افغان کډوالو له مېشتغالي لیدنه وکړه

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي، د تېرې دوشنبې په ورځ د ترکیې وان ولایت ته سفر وکړ.
د وان مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او یوناما ترمنځ د راستنو شویو او بېځایه شویو د پالیسیو او لارښودونو نهايي کولو په اړه مشورتي ناستې وشوې

د وزارت د پلان او پالیسۍ او دایمي حل‌‌لارو موندنې رییسانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د دایمي حل‌‌لارو سلاکارې اغلې فرحانه سټوکر ترمنځ ګډې مشورتي ناستې. . .

بېرته خبرونه ته