کډوالو چارو وزارت د شمالي وزيرستان او بلوچو قومونو بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدنې په موخه ناسته وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲ - ۱۴:۱۵
وزارت امور مهاجرین جلسه ای را به منظور رسیدگی بهتر به بیجاشدگان وزیرستان شمالی و اقوام بلوچ دایر کرد

دغه ناسته چې د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې په مشرۍ په ياد وزارت کې ترسره شوه په کې د سرحدونو او قبايلو او کورنيو چارو وزارتونو، د ملي امنيت شورا دفتر، د ملي امنيت لوی رياست او په کابل کې د پناه غوښتونکو په پرخه کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې استازو شتون درلود.

په دغه ناسته کې په پکتيا او خوست ولايت کې  دشمالي وزيرستان بېځايه شوو او جنوبي ولايتونو ته د بلوچو قومونو د راتګ له امله چې هلته اوس مېشت دي دهغوی لپاره د مرستو دوېش او پراختيايي خدمتونو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشوې.

د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې د افغانستان داخلي وضعيت او په جنوبي ولايتونوکې د شمالي وزيرستان او بلوچو قومونو بېځايه شوو لپاره د مرستو دوېش په برخه کې د بوديجې په برخه کې دملي او نړيوالو ادارو پر ګډې همکارۍ ټينګار وکړ  او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR څخه يې غوښتنه وکړه، چې اوسنه وضعيت ته په کتو ددغې ادارې د مرستو کموالی به څنګه له اړمنو کورنیو لومړني ضرورتونه پوره کړي؟

دملګروملتونو دکډوالو اد ارې استازي يادونه وکړه چې ددغې ادارې د بوديجې د کموالي له امله د شمالي وزيرستان بېځايه شوو سره مرستې کمې شوي او په راتلونکي کې به دغه مرستې ودريږي؛ مګر په پراختيايي برخه کې لکه، حرفوي او مسلکي زده کړې، ښوونځيو رغول  او دکارموندنې برخه به زياتوالی ومومي ترڅو کورنۍ خپلو لومړني ضرورتونه پرې حل کړي.

همدارنګه دملګروملتونو دکډوالو ادارې استازې زياته کړه، په دې دليل چې ددغې ادارې دمرستو پروګرام هېڅ وسله وال کس ته خدمتونه نه وړاندې کوي. دغه اداره بلوچو قومونوته د بشري خدمتونو او پراختيايي مرستو دوېش څخه بښنه غواړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۷
Background image

په کډوالو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو چارو وزارت کې له قدم خیریه تعلیمي موسسې سره د ۸ زرو او ۳۸۰ امریکایي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاده موسسه به، د هوکړې له مخې،  دغه پیسې په کابل کې ۹۰ راستونو شویو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کور او ښار جوړولو وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني په ملتیا د لوګر او خوست له څو تنو علمای کرامو سره وکتل.

له خوست او لوګر څخه راغلو علمای کرامو له ښوونیزو بنسټونو او علمای کرامو سره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت د هڅو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اقتصاد له وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف سره وکتل

په دې ناسته کې، چې په قطر کې د افغانستان سفیر ښاغلي سهیل شاهین هم حضور درلود، افغان راستنو شویو ته د مرستو رسولو او د مرستو جلب په اړه خبرې وشوې.
د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف. . .

بېرته خبرونه ته