سرپل کې لسګونو راستنو شویو کورنیو ته ځمکه ووېشل شوه
د روانې میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه د سرپل د سیداباد ولسوالۍ د ذکه کلي په ( چهل ګزه) کډوالو ښارګوټي کې، د اړوندې کمېټې د غړو په شتون کې، ۵۶ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي سرپناه په موخه ځمکه ووېشل شوه.
د وېش په دغې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یوه نمره ځمکه ورکړل شوه، چې دغه چاره د هغوی ستونزو ته د رسېدنې او دایمي سرپناه برابرولو په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارو بنسټونو او سیمهییزو مسوولینو په همکارۍ هڅه کوي، چې راستنو شویو کورنیو ته د ښه ژوند او بیا مېشتنېدنې زمینه برابره کړي.