په ننګرهار کې راستنو شویو کورنیو ته لسګونه د شیدو غواوې ووېشل شوې

sadam_morr
-

تېره ورځ د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې ۳۰ راستنو شویو کورنیو ته د اقتصادي وضعیت ښه‌والي په موخه د شیدو غواوې او د هغوی خوراکي توکي ورکړل شول.
د ننګرهار مهاجرینو چارو رییس ښاغلي مولوي غلام الرحمن بلال وویل: دغه مرستې د یاد ریاست تر څارنې لاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ وشوې، چې هرې کورنۍ ته یوه غوا، ۸۴۰ کیلو بوس او د څارویو ساتنې نور اړتیا وړ وسایل ورکړل شول.
د هغه په خبره، د هرې غوا ارزښت ۸۹ زره افغانۍ او د ټولو مجموعي ارزښت ۲ میلیونه او ۶۷۰ زره افغانۍ کېږي.
دغه مرستې د راستنو شویو کورنیو د اقتصادي ځان بساینې په موخه شوې دي