د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه
له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره افغانیو پر ارزښت د یو زر او ۵۰۰ خېمو مرسته وکړه.
د یادې مرستې د سپارلو مراسم د یاد وزارت او د هند هېواد سفارت د استازو په شتون کې په کابل کې ترسره شول.
د مهاجرینو چارو وزارت له دغې مرستې مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې دغه خېمې به تر ارزونې وروسته په راڼه او عادلانه ډول مستحقو راستنو شویو کورنیو ته ووېشل شي.
همدارنګه یاد وزارت له ټولو هغو مرستندویو هېوادونو او موسسو څخه، چې له زیانمنو کورنیو او راستنېدونکو سره مرستې کوي، مننه وکړه او د ورته مرستو د دوام هیله یې څرګنده کړه، تر څو د راستنېدونکو کورنیو د ژوند ښهوالي کې مرسته وکړي.
