په ۲ ولایتونو کې تر زرو زیاتو کورنیو سره بشري مرستې وشوې
روانه اونۍ په بامیانو او پکتیکا کې له یو زر او ۳۳۹ کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري بامیانو کې زرو کورنیو سره ۵ ډوله خوراکي توکو او پکتیکا کې ۳۳۹ کورنیو سره ۳ میلیونه ۱۵۰ افغانیو مرستې وشوې. دغه کورنۍ له وړاندې د یاد وزارت د دویمو واحدونو له لوري پېژندل شوې وې.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکارو بنسټونو څخه په مننې سره د کډوالو ژوند ښه کولو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې تر هر څه زیات د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.