کندهارولایت کی د 126 کورنیولپاره د سرپناه پروژه، دثور په 24 نیته ،عملآ ګټي اخیستنې ته وسپارل شو

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۵ - ۲۲:۵۷

دغه پروژه د کندهارولایت مقام د استازو اودکډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارود رییس په حضورکې چې 126 بیرته راستنیدونکو، داخلي بیځایه شوی او ځایې بې بضاعته کورنیو ته په پام کې نیول شوې وه، د ولایت مقام اوکډوالو چارو ریاست سره په همغږۍ رغول شوې، چې هره یوه سرپناه د دوه اطاقه خونو، یودهلیزاودوه تشابونو درلودونکې ده اوعملآ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د شلټر (سرپناه) پروژه د UNCHR همکاري ادارې په مالې لګښت اود OHW اداري له خوا دکندهارولایت دډنډ ولسوالۍ په 11 کلیو کې عملي شوه، چې مستفدین یې 50 سلنه بیرته راستنیدونکې، 25 سلنه داخلي بیځایه شوې او 25 سلنه یې ځایې اړمني کورنۍ وې. د دغي پروژي رغنیزي چاري 5 میاشتې وړاندي پیل او نن ګټي اخیستنې ته رسمآ وسپارل شوې.

د یادونې ده چې د UNCHR اداري د اصولو سره سم د مسفیدینو د انتخاب پروسه ډنډ ولسوالۍ د محترم ولسوال او پرمختیایې شورا د غړو له خوا عملي شوې وه، چې 11کلي یې په پلان کې شامل کړې ول او پر هرې سرپناه باندي شاوخوا 250000 افغانۍ لګښت راغلی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اقتصاد له وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف سره وکتل

په دې ناسته کې، چې په قطر کې د افغانستان سفیر ښاغلي سهیل شاهین هم حضور درلود، افغان راستنو شویو ته د مرستو رسولو او د مرستو جلب په اړه خبرې وشوې.
د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

بېرته خبرونه ته