په مهاجرینو چارو وزارت کې د عامه ادارې د وضعیت په اړه علمي څېړنیز پروګرام ترسره شو

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۲۵
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د ملکي خدمتونو د ریاست له لوري د افغانستان اداري وضعیت په اړه یو شمېر امرینو او مدیرانو ته یو ورځنی علمي څېړنیز پروګرام ترسره شو.
د ملکي خدمتونو استازي حامد عارض خبرې وکړې او د دغه وزارت کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره یې د ورته پرواګرامونو په ترسره کولو ټینګار وکړ.
نوموړي د عامه ادارې د وضعیت په اړه څېړنه، په راتلونکي کې په هېواد کې د ‌ډېرو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مهمه وبلله او د ملکي خدمتونو ادارې په همکارۍ او همغږۍ کې یې د ځنډ له مخنیوي ډاډ ورکړ.
په اخیر کې ګډونوالو ته د څېړنې فورمې ووېشل شوې او د هغوی نظرونه او وړاندیزونه راټول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته