په فاریاب ولایت کې سلګونو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۱۵
-
د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په فاریاب ولایت کې ۵۰۰ کورنیو ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین په شتون کې خوراکي مرستې ووېشل شوې.
دا کورنۍ د ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوې وې او د فاریاب ولایت په قیصار، المار، چهلګزي او خیبر ولسوالیو کې د کډوالو چارو ریاست لخوا اړمنې پېژندل شوې وې. هرې کورنۍ ته د ولایت د بېړنیو حالاتو کمېټې له لوري ۲ قلمونه خوراکي توکي او دوه تخته کمپلې ورکړل شوې.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته