مالي او داري مرستيال، د باميانو ولايت د مهاجرينو آمريت کړنې وڅېړلې

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۱:۷
-

د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټی د تلې په (۱۸) مه د باميانو ولايت د مهاجرينو آمريت د کړنو د څېړنو په موخه دغه ولايت ته ولاړ.

ښاغلي خروټي د باميانو ولايت د والي عبدالله سرحدي سره په ليدنه کې په دغه ولايت کې راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د خدماتو په په وړاندې کولو او د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه خروټي د باميانو ولايت د مهاجرينو آمريت څخه ليدنه وکړه او ددغه امريت د کړنو د ارزونې پرمهال يې د ياد آمريت د کار کوونکو ستونزې او ننګونې واورېدې او د چارو د لا ښه والي په موخه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

په پام کې ده، چې د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداری مرستيال د همغږۍ او همکاريو په ناسته کې چې د اړوندو بنسټونو د مسؤلينو او دولتي ادارو د رئيسانو سره ترسره شي، ګډون او خبرې وکړې.

ښاغلی خروټی سره په دغه سفر کې يوشمېر مرکزي رئيسان هم مل دي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته