مالي او اداري مرستیال؛په کوچنيو مسايلو تمرکز دبېځايه شوو ستونزې نه شي حل کولای

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۳ - ۱۰:۹
معین مالی و اداری؛ تمرکز به مسایل کوچک مشکل اصلی بیجاشدگان داخلی را حل نمی تواند

دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال محمد ارسلاح خروټي په کابل کې په کمپونوکې داوسېدونکو سره په ليدنه کې وويل:چې دبېځایه شوو اصلي او دایمي ستونزو لپاره باید د حل لارې ولټول شي او په کوچنیو مسلو تمرکز دا ستونزې نه شي کمولای.

په نظر کې ده، چې هر څوک باید خپلو کورونو ته لاړ شي او د ښار برښې تخلیه شي.

دغه ناسته چې پنحشنه دلړم په (١٣) مه د مهاجرينو وزارت دناستوپه تالار کې ترسره شوه،چې دکابل ولايت په کمپونو کې مېشتو بېځايه شوو خپلې ستونزې دمهاجرينو وزارت دچارواکو سره شريکې کړې او د وزارت څخه یې غوښتنه وکړه چې دبشري مرستو او دايمي ځای پرځای کېدو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

مالي او اداري مرستیال دې ته په اشارې سره چې د بشردوستانه مرستو په وېش کې د فساد موضوع اوس له منځه تللې او د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې اړمنو کورنیو ته په شفافه اوراڼه ډول مرستې ورسوي، نوموړي د دې مرستو په برخه کې پر اوسېدونکو غږ وکړ چې دستونزو دحل په موخه دې تل دمهاجرينو چارو له وزارت سره اړیکه ونیسې ترڅوستونزوته پروخت رسېدګي وشي..

دويلو ده چې په کابل ښارکې دبېځايه شوو(٤٨) کمپونه

شتون لري چې پکې د اتوزرو په شاوخواکې بېځايه شوي ژوند کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته