له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شوو هېوادوالو ته د کارموندنې کمیټې نوبتي ناسته وکړه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۹:۱۵
_
په دې ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، کرنۍ مالدارۍ او اوبو لګولو، او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ګډون کړی وو، د کار رامنځته کولو لړۍ پر چټکتیا او یو شمېر نورو اړوندو مسائلو په هکله پکې خبرې او پریکړې وشوې.
د ناستې په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو محترم وزیر ملا عبدالمنان عمري د هېواد په پولو کې د راستنو شوو کسانو د مهارتونو او زده کړو د کچې ثبت شوي معلومات له برخوالو سره شریک کړل او زیاته یې کړه، چې یو شمېر راستانه شوي کسان ادارو ته د دندو به موخه معرفي شوي دي.
ښاغلي عمري زیاته کړه، چې راستانه شوي هېوادوال د کرنې، مالدارۍ، صنعت، سوداګرۍ، او همدرانګه په اداري برخو کې د پام وړ مهارتونه او ځینې په دیني او عصري علومو کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري.
د ناستې پر دوام د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې په جبري ډول د لوړ شمېر کډوالو راتګ د هېواد پر اقتصادي او ټولنیزو حالت اغېز کړی او وې ویل، چې د کار موندنې په موخه باید د راستنو شوو له مهارتونو او زده کړو ګټه پورته شي.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، چې د راستنو شوو مهاجرینو د کاري ظرفیت لوړېدو او د هغوي د نیمګړو زده کړو بشپړولو ته دې اړونده ادارې رسیدګي وکړي، څو راستانه شوي هېوادوال په ټولنه کې د کار کولو وړ وګرځي.
د کډوالو چارو محترم وزیر همدارنګه د اقتصاد او صنعت او سوداګرۍ له وزارتونو وغوښتل، چې په خپلو چارو او تړونونو کې راستنو شوو ته لومړیتوب ورکړي او د کلیوالي اقتصاد پياوړتیا ته پام وکړي.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم نور الدین عزیزي په خصوصي سکتور کې د افغان راستنو شوو د جذب د کچې او په دې برخه کې د شوو ژمنو په شریکولو سره وویل، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت به د خپل پينځه کلن پلان پر مټ هر کال زرګونه کسانو ته کار پیدا کړي او همدرانګه راستنو شوو ته د کوچنیو کارونو په رامنځته کولو تمرکز لري.
د ښاغلي عزیزي په وینا، چې اسلامي امارت د اړتیا وړ ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په واک کې ورکړې چې د صنعتکارانو ته به ورکړل شي.
ورپسې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې د کرنې وزارت راستنو شوو ته د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د مناسبو کاري فرصتونه د رامنځته کولو توان لري او همدارنګه کولای شي چې مهاجرینو ته، په یو لړ شرایطو سره د اړتیا وړ مالي امكانات هم چمتو کړي.
ښاغلي عثماني زیاته کړه، چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي هېوادوال د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ښه مهارتونه لري او دا مهال افغانستان د کرنې سربېره د چرګانو، کبانو او لبنیاتو په تولید کې ښه فرصتونه او بازار لري.
د ناستې پر دوام د اقتصاد وزارت استازي وویل، چې یاد وزارت د کاري فرصتونو پیدا کېدو په موخه په هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته هڅې کوي او له موسسو او نورو اړوندو ادارو سره په تړونونو کې راستنو شوو ته د کاري فرصتونو چمتو کولو ته لومړیتوب ورکوي.
د ناستې په پای کې له بحث او خبرو وروسته راستنو شوو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو چمتو کولو په موخه د یادې کمیټې د چارو د ګړندي کېدو او اغېزمن فعالیت لپاره شوي وړاندېزونه واروزل شول او د یو شمېر موضوع ګانو به هکله پریکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۹:۱۵
Background image

له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شوو هېوادوالو ته د کارموندنې کمیټې نوبتي ناسته وکړه

په دې ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، کرنۍ مالدارۍ او اوبو لګولو، او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ګډون کړی وو، د کار رامنځته کولو لړۍ پر چټکتیا او. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۷:۵۶
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او ډنمارک د مهاجرینو ټولنې ترمنځ د ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د یاد شوي هوکړه لیک په اساس به نوموړې اداره یادې پیسې په. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

په کابل ښار کې لسګونو راستنېدونکو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې تر لاسه کړې

په کابل ښار کې د ایران هېواد څخه په جبري توګه راستنو شویو ۵۰ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
دا مرستنې، چې د سیلاب خیریه بنسټ له لوري وې، چې په دغو مرستو کې یوه. . .

بېرته خبرونه ته