د کډوالو چارو وزارت د خوراک نړيوال  سازمان  سره  دهمکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۵ - ۹:۱۸
وزارت مهاجرین با اداره سازمان غذایی جهان تفاهمنامه همکاری امضا کرد

داسکوب برنامې دهمکاريو هوکړه ليک د کډوالو چارو وزارت او خوراک نړيوال سازمان  (WFP) ترمنځ د هېواد د اجرايه رئيس  په شتون کې د تېرې سې شنبې په ورځ د عويي په ۲۴مه په سپينه ماڼۍ کې لاسليک شو.

د ياد هوکړه ليک پر اساس به دوه ادارې يوځای کار کوي تر څو زيانمنونکي ټولنې ته د لاس رسي د ښه والي، دبېځايه شوو، راستنېدونکو، زيانمن شوي او پناه غوښتونکي د نوو او پياوړو وسايلو په واسطه وپېژندل شي او ددوی لپاره اغېزمنې او رڼې مرستې تيارې شي.

همدارنګه دوه ادارې د اسکوب برنامې په پلي کولو، چې بشري مرستو دوېش د  روڼتيا په موخه طرحه شوي او رامنځ ته شوي  هلې ځلې کوي.

د اسکوب برنامه د مرستو وېش د ډيجټال سيستم له لارې ده، چې دمرستو په وېش کې روڼتيا رامنځ ته کوي.

دملي وحدت حکومت اجرايه رئېس ډاکټر عبدالله عبدالله په دغه برنامه کې وويل، چې د ياد هوکړه ليک لاسليک مستقيم او مثبت تاثير د راستنېدونکو او بېځايه شوو پر وضعيت لري. ددې پروګرام پيل به دبشري خدمتونو او پراختيا دواړو سره سم وي.

ډاکټر عبدالله عبدالله  دخوراک نړيوال سازمان د دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه، او دکډوالو چارو وزارت ته يې لارښوونه وکړه، چې ددې فرصت څخه د راستنېدونکو او بېخايه شوو د وضعيت دښه والي په برخه کې ګټه واخلي، ځکه هر ډالرچې هېوادونه  يې د افغانستان سره مرسته کوي دماليې ورکوونکي پېسې دي او که افغان حکومت دغه مرستې په روښانه توګه وکاروي، بسپنه ورکوونکوته به ډېره هڅونه وکړي او دفساد له منځ وړلو لپاره به اوږ ګام پورته کړي.

اجرايه رئيس وويل، چې له بده مرغه، دجګړې دوام او بېلابېلو پېښو له کبله په هېواد کې دبېځايه شوو او راستنېدونکو کچه لوړه ده او دا پروګرام چې په ټوله نړۍ کې مثبت دی، افغانانو ته ډېر ممهم دی.

دکډوالو او راستنېدنکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وويل، چې د کډوالو چارو وزارت او خوراک نړيوال سازمان  دهوکړه ليک په لاسليک کولو سره د  ۲۰۲۲ کال پورې به د اسکوب په پروګرام ګډ کارکوي.

هغه زياته کړه، ددې پروګرام له لارې به ټول راستنېدونکي او بېځايه شوي ثبت او راجستر شي، ترڅو هم وپېژندل شي او هم هغه مرستې چې دوی ته په نظر کې نيول شوي په شفاف ډول ددوی ترلاس ورسېږي.

دافغانستان لپاره د خوراک نړيوال سازمان مشر، ښاغلي زيلتين مليسيک وويل، موږ خوښ يو چې په افغانستان کې مو نوی پروګرام پيل کړاو د بېځايه شوو او راستنېدونکو په برخه کې يو نيک ګام دی. هغه زياته کړه، چې دخوراک نړيوال سازمان تل دبشري مرستو دښه والي لپاره دافغان حکومت سره کار کولو ته ژمن دی. 

ښاغلي مليسيک وويل، چې زموږ تجربه ددې سيستم څخه داده چې ددې په عملي کولوسره به ناوړه ګټه اخيستنه له منځه لاړه شي او روڼتيا به رامنځ ته شي. دخوراک نړيوال سازمان  (WFP)به ددې پروګرام  د عملي کولو لپاره ټول اړين وسايل دکډوالوچارو وزارت ته وړاندې کړي  او ددې وزارت دکارکوونکو د ظرفيت لوړولو پروګرام به هم ولري.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۶
Background image

له یوې همکارې موسسې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن له دوامداره پراختیا او هوساینې موسسې سره د ۳ میلیونه ۱۸۸ زره او ۶۲۰ افغانیو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د مهاجرینو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي د ترکیې په وان ولایت کې د افغان کډوالو له مېشتغالي لیدنه وکړه

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي، د تېرې دوشنبې په ورځ د ترکیې وان ولایت ته سفر وکړ.
د وان مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او یوناما ترمنځ د راستنو شویو او بېځایه شویو د پالیسیو او لارښودونو نهايي کولو په اړه مشورتي ناستې وشوې

د وزارت د پلان او پالیسۍ او دایمي حل‌‌لارو موندنې رییسانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د دایمي حل‌‌لارو سلاکارې اغلې فرحانه سټوکر ترمنځ ګډې مشورتي ناستې. . .

بېرته خبرونه ته